
د کابل د مکروريانونو ځينې اوسېدونکي د مرکز ګرميو له نه فعالېدو شکايت لري.دغه اوسېدونکي وايي، چې تر اوسه د ساتنې او مراقبت ادارې له لوري د دوی مرکز ګرمۍ نه دي فعالې شوې او د هوا د سړښت له امله يې ماشومان ناروغ شوي دي.يو شمېر دغه اوسېدونکي وايي: که څه هم د دوی مرکز ګرمۍ هرکال په ځنډ سره فعالېږي، خو خورا ډېرې پيسې ترې اخيستل کېږي.د درېيم مکروريانونو اوسېدونکې مسکان وايي: (( قانون دی، چې د لرګيو بخارۍ نه اېښودل کېږي د سندلۍ ځای نه دی، چې سړی اور تازه کړي نورې ستونزې يې زياتې دي، زموږ د ماشومانو لپاره ستونزمنه ده.))د درېيم مکروريانونو اوسېدونکي محمد کاظم هم څرګندوي: (( لومړی ،خو بايد ورغول شي له رغولو وروسته بايد د بيې موضوع يې هم وارزول شي اقتصادي وضعيت ،خو هم وينی ښوونکي هومره معاش نه لري.))بله خوا د مکروريانونو د ساتنې او مراقبت رياست مسئولين وايي، چې د مکروريانونو يو شمېر اوسېدونکي له دوو کلونو راهيسې له دې درکه پوروړي دي او يو شمېر نور اوسېدونکي نه غواړي چې مرکز ګرمۍ يې فعالې شي.د مکروريانونو د ساتنې او مراقبت رئيس عبدالله مسلم زياتوي: (( يوه د پور موضوع ده او بله د مرکز ګرميو د نه فعالېدو موضوع د سون توګو د بيې لوړوالی دی.))د مکروريانونو د ساتنې او مراقبت رياست د معلوماتو له مخې، د مرکز ګرمۍ په فعالېدو سره به د يو متر مربع اوبو پر سر د مکروريانونو له اوسېدونکو په ورځ کې اته افغانۍ واخيستل شي.