
د ميدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ آمريت مسئولين وايي، چې روان کال يې ٣ ميليونه او ١١٨ زره افغانۍ عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.د دغه ولايت د صنعت او سوداګرۍ آمر محمدخان ځواک باختر آژانس ته ويلي، چې د روان ١٤٠١ کال له پيله تر دې دمه مو ٣ ميليونه او ١١٨ زره افغانۍ عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته په شفاف ډول سپارل شوي دي.ځواک وويل، چې سږکال د مستوفيت له لوري ورته ۲ ميليونه ٣٢٠ زره افغانۍ هدف ورکړل شوی و، چې دوی له ټاکل شوې موخې لوړ عوايد راټول کړي دي.د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دولت عوايد لوړ شوي، چې لامل يې د اسلامي امارت له لوري په مالي برخه کې پوره شفافيت يادوي.