افغانستانخبرونه

د موټرچلوونکو بې احتياطي …

او اړوندې ادارې کولاي شي په خپلو کې په همکارۍ او بشپړه همغږي سره په هېواد کې د ترافيکي پېښو شمېر کم کړي، همداراز د کورنيو چارو وزارت، د ترافيکو لوي رياست کولاي شي له نورو اړوندو ادارو سره په همکارۍ او د ښو تدابيرو په نيولو سره په سترو ښارونو او لويو لارو کې د دغو پېښو کچه ټيټه کړي. همداشان اړينه ده چې د ترافيکو د لوی رياست چارواکي بايد د هېواد په مرکز او ولايتونو کې دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي او له آزموينې څخه وروسته هېوادوالو ته د موټر چلونې اجازه ليک يا لايسنس ورکړي او هم دې په پردي لاس د اشترنګ لرونکو موټرو پرځای دخپل لاس موټرو ځای نيولو لپاره پرجدي اقداماتو لاس پورې کړي او په پرله پسې توګه دې د ډله ييزو خپرندويو سرچينو له خوا هم بايد د موټرو د ګړندي ځغلولو او له هغو څخه د بدو پېښو د منځته راتلو په اړوند خبرتياوې خپرې کړي.

دغه راز پتمن هېوادوال چې هم کله دهېواد ګوټ ګوټ ته سفر کوي، نو بايد په لومړي قدم کې موټر چلوونکي ته يادونه وکړي چې په ډير احتياط سره موټر و چلوي او له ګړندي ځغلونې څخه دې ډډه وکړي، ترڅو په دې توګه د خپل ځان او هم د نورو هېوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخ نه کړي، ځکه د ترافيکي قوانينو او مقرراتو نه رعايت په ټوله کې خواشينوونکې ترافيکي پېښې رامنځته کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *