افغانستانخبرونه

د موزيمونو نړيواله ورځ ولماننوځل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته تر اوسه له هېواد څخه بهر ته د ۱۵۰۰ تاريخي اثارو د مخنيوي خبر ورکړی دی.د ياد وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه پرون کابل کې د موزيمونو نړيوالې ورځې نمانځغونډې او د اسلامي دورې، برنزو دورې او آي خانم نندارتونو د پرانيستې په مراسمو کې د دې ترڅنګ همدارنګه وويل، چې په ياده موده کې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه ۵ زره تاريخي اثار د هيواد ملي موزيم ته انتقال شوي دي.خيرخواه زياته کړه، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته همدارنګه شاوخوا ۲ زره تاريخي اثار ترميم شوي هم دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست همدارنګه وويل، چې له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شوي تاريخي اثار د افغانستان ملي شتمني او ملکيت دی او له اړوندو نړيوالو سازمانونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د دغو آثارو د بېرته را ګرځولو او خونديتوب په برخه کې ورسره مرسته وکړي.سرچينې زياته کړه: هغه هېوادونه چې د افغانستان تاريخي اثار هلته قاچاق کېږي، بايد قاچاق وړونکو ته سزا ورکړي او د افغانستان پر تاريخي اثارو خېټه وا نه چوي.په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي، مالي او اداري معين مولوي سعدالدين سعيد وويل چې دغه  وزارت د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته د لرغونو اثارو د ساتنې او ترميم په برخه کې د پام وړ کار کړی او د دغو ملي شتمنيو ښې ساتنې ته ژمن دی.سعيد زياته کړه، چې له افغانستان څخه د تاريخي آثارو د قاچاق د مخنيوي په موخه په ځانګړي ډول د هېواد په سرحدونو او هوايي ډګرونو کې جدي تدابير نيول شوي ‌ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ملي موزيم سربېره د يوبل جهادي موزيم د جوړولو پلان هم لري.د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موزيمونو د نړيوالې ورځې د نمانځغونډې ترڅنګ د افغانستان ملي موزيم په ودانۍ کې د اسلامي دورې، برونزو دورې او آی خانم نندارتونونو پرانيسته هم وکړه، چې پکې د يادو دورو بېلا بېل تاريخي اثار نندارې ته ايښودل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *