
د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې وروستي محدوديتونه د اندېښنې وړ بللي دي. د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کميشنر له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د وضعيت ارزولو لپاره افغانستان ته راځي او په دې اړه به د اسلامي امارت له چارواکو سره لېدنه او خبرې وکړي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر تُرک وايي، له افغان نجونو او ښځو سره پر خپل پيوستون بايد عمل وشي. له دې سره سم، داسلامي امارت وياند د ولکر تُرک ادعا ردوي او وايي، هڅې روانې دي چې، د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق رعايت شي. تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ويلي چې، په نږدې راتلونکې کې به په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستيال په بهرنيو موسساتو کې د ښځو د کارونو د ځنډېدو په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه افغانستان ته راشي.