افغانستانخبرونه

د ملي دفاع وزارت لسګونو منسوبينو زده کړې بشپړې کړې

د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله بن مسعود رضي اللّٰه عنه د جګړه ييزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه د لسګونو منسوبينو د فارغېدو خبر ورکړی دی.ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۰۴ تنه ځوان منسوبين د تعليماتو او پرسونل معاونيت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍد بېلابېلو ښوونځيو له ۳ مياشتنيو مسلکي او عقيدتي زده کړو څخه پرون د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.سرچينې زياته کړې، چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د زده کړو مرستيال مفتي محمد اسلم حقاني فارغانو ته د اعداد د ترسره کولو د دنيوي او اخروي ګټو په هکله هر اړخيزه وينا وکړه او له يادو فارغانو څخه يې وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه د اسلامي نظام د دفاع په موخه بشپړه ګټه پورته کړي.په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې تازه فارغو شويو منسوبينو هم ډاډ څرګند کړي، چې د خپل سر په بدل کې به له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *