افغانستانخبرونه

د ملي دفاع وزارت د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۴ تنه سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سيمه ييزو قول اردوګانو ۵۴ تنه سرتېري د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ييزو تاميناتو ښوونځي (د لوژستيک عالي کورس) له ۳ مياشتنيو مسلکي زده کړو وروسته د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت يو شمېر مسئولينو ګډون کړی وو. مسئولينو د اعداد په اهميت هر اړخيزې ويناوې وکړې او له فارغ شويو سرتېرو يې وغوښتل، چې د ترلاسه شويو زده کړو څخه د اسلامي نظام او ولسونو د خدمت لپاره بشپړه ګټه پورته کړي.په ورته وخت کې فارغ شويو مجاهدينو ژمنه وکړه، چي د اسلامي نظام او هېوادوالو لپاره په هر ډول شرايطو کې خدمت ته چمتو دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *