افغانستانخبرونه

د ملي دفاع وزارت د جګړه ييزو زده کړو له قوماندانۍ ۵۲ سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي کورسونو څخه د ۵۲ تنه سرتېرو د فراغت خبر ورکړی دی.ياد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو ۵۲ تنه سرتېري د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د لوجستيک او مخابرې له مسلکي زده کړو وړمه ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.د سرچينې د مالوماتو له مخې، په دې غونډه کې د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسؤلينو، مجاهدينو او منسوبينو ګډون کړی و. په ورته وخت کې فارغ شويو سرتېرو د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسئولينو مننه وکړه، چې د سرتېرو د ښوونې او روزنې په برخه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، د غونډې په پای کې فارغانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *