افغانستانخبرونه

د ملي دفاع وزارت د انجنيرۍ ټيم لخوا ۳۰۰ نظامي وسايطو رغول شوي

د البدر قول اردو د ابو دجانه لوا د تخنيکي ټيم له خوا څه باندې (۳۰۰) نظامي وسايط چې ويجاړ شوي او د کارونې وړ نه وو، بيرته ورغول شول او کارونې ته چمتو شول.په ترميم شويو وسايطو کې ۱۵۰ انټرنيشنل کوماز موټر،۱۲۵ هاموي شوبلې، ۲ ضربتي ټانکونه، ۴اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ غټ او کوچني پور کليف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي.د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت د انجنيري او تخنيکي ټيمونو تر هلو ځلو سلګونه نور وسايط هم د بيرته فعالېدو لپاره لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *