افغانستانخبرونه

د ملي دفاع وزارت بغلان کې د وروستيو سېلابونو ټپيانو سره د درملو مرسته وکړه

د هيواد د ملي دفاع وزارت د  ستردرستيز د روغتيايي چارو قوماندانۍ  په بغلان ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله د ټپيانو د درملنې په موخه د درملو مرسته وکړه.دغه وزارت ويلي، چې د ستر درستيز د روغتيايي چارو قوماندانۍ د رهبرۍ د لارښوونې پر اساس د يادې قوماندانۍ له مرکزي ډيپو څخه د بغلان ولايت ټپيانو ته د اوليه کمک په موخه يې د ۱۵ قلمه اړينو توکو او درملو مرسته وکړه.ياد وزارت همدارنګه د ٢١٧ عمري قول اردو د ساحوي روغتون روغتيايي ټيمونه د سېلابونو راوتلو له وخته تر اوسه پورې په بغلان کې له زيانمنو هيوادوالو او ټپيانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او له هېڅ راز مرستو څخه يې ډډه نه ده کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *