افغانستانخبرونه

د ملي دفاع وزارت: افغانستان پر پوځي تجهیزاتو سمبال ۱۵۰زره کسیز روزل شوی پوځ لري

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي د افغان دفاعي ځواکونو دکره شمېر په اړه وايي: دمګړۍ افغانستان ۱۵۰ زره کسیز روزل شوي دفاعي ځواکونه لري،چې په هرډول پوځي تجهیزاتو سمبال دي، له خپل هېواد، د دفاع او د ولسونو د امنيت د تامين وړتيا لري. خوارزمي زياته کړه: (( د اوس لپاره د افغانستان د پوځ شمېر له ۱۰۰زرو تر ۱۵۰ رزو پورې دی. موږ تردې حده مجهز يو،چې له خپلې خاورې ، شاهراه او سرحدونو دفاع وکړو او د خپلو خلکو لپاره امنيت تامين کړو او همدومره تجهیزات لرو.هوايي ځواک مو فعال دی، له ۶۰ زياتې مختلفې الوتکې لرو او پرواز او خدمت ته اماده دي.)) خوارزمي په ټينګار سره وايي،چې له نيکه مرغه ټول سرحدونه مو ترکنټرول لاندې دي او د افغانستان په هېڅ ځای کې نه کومه ډله او نه هم حرکت فعال دی. خوارزمي زياتوي: د خپلو ولسونو امنيت ته ژمن دي او که هر څوک پر افغانستان د بريد هڅه وکړي، نو سخت ځواب به ورکړي. ده زياته کړه: (( سرحدونه مو د مجاهدينو په کنټرول کې دي، سرحدي کنډکونه مو فعال دي،ټولې سرحدي نقطې د ملي دفاع وزارت په کنټرول کې دي او يوه لوېشت خاوره مو هم د چا په اختيار کې نه ده. د نړيوالو ادارو د راپورونو له مخې: په افغانستان کې د۷۷ ميليارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او امکانات د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.د افغانستان اوسنی وسله وال پوځ د بيم چل او اوراګانو توغنديو ترڅنګ د سکارټ په نامه لرې واټن وېشتونکي توغندي هم لري،چې د راپورونو له مخې ،دغه وسله له زر کيلومترو زيات واټن کې موخې په نښه کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *