
د ملي تدارکاتو کمېسيون نوبتي غونډه د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ د کب په ۱۳مه په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه. له اجندا سره سم پر ۳۱ تدارکاتي موضوعاتو، چې د بېلابېلو ادارو اړوند وې؛ زېربنايي، روغتيايي، خوراکي توکو او خدمتونو پروژې په کې شاملې وې، بحث او ارزونه وشوه. د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سړکونو جوړولو تړونونو د منظورۍ وړانديزونه، چې د ملي تدارکاتو کمېسيون ته يې وړاندې کړل؛ ځينې منظور او د ځينو په اړه اړينې لارښوونې وشوې. د کمېسيون په دې غونډه کې د فراه ولايت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د جوړولو پروژه، د هرات نور الجهاد سب سټېشن د پاتې برخو د جوړولو پروژه، د کندهار او هرات په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو وړاندې کولو پروژې، د عدليې وزارت اړوند د سمسورتيا پروژه، د ماليې وزارت د ۲ قلمه روغنياتو د برابرولو او تدارک پروژه، د کورنيو چارو وزارت اړوند د ۱۲ قلمه البسې د برابرولو او تدارک پروژه او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په ننګرهار کې د ساختماني موادو د برابرولو او تدارک پروژه، د کمېسيون په دې غونډه کې له بحث وروسته منظورې شوې.