افغانستانخبرونه

د معاشونو او تشکيلاتو د تنظيم کمېسيون : ادارې دې مسلکي برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ وړمه ورځ د معاشونو او تشکيلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکيلاتو د تنظيم کمېسيون پر غړو سربېره د انرژۍ او اوبو وزارت باصلاحيته استازو هم حضور درلود، د ۱۴۰۲ کال د مالي پلان، بودجې او تشکيلاتو ترڅنګ د ياد وزارت د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې وڅېړل شوې او په اړه يې هر اړخيز بحث وشو.
همداراز ټينګار وشو، چې ادارې دې له تشکيلاتي پړسوب او وظيفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي. د غونډې په پای کې لازم تصميمونه ونيول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *