افغانستانخبرونه

د مصر، سوډان او فلسطین د علما‌‌وو پلاوي له ملا برادر سره کتلي

د راپورونو له مخې ، د مصر، سوډان او فلسطین د علما‌‌ؤ پلاوي له ملا برادر سره کتلي او د امریکا او ناټو پر وړاندې جهاد يې حيرانوونکې حماسه بللې او د دې لویې حماسې مبارکي یې افغان ملت ته ورکړې او ياده بریا يې نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره ویاړ بللې ده.
د اقتصادي معاونيت په ټويټر پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن یکشنبه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علما‌‌ءکرامو له پلاوي سره کتلي دي.
ښاغلي ملا برادر اخوند د علما‌‌ء‌کرامو پلاوي ته ښه راغلاست ويلی او زیاته کړې ده: موږ له تاسو مننه کوو چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او د افغانانو له حالت مو ځان خبر کړ، یقیناً چې د نړۍ مسلمانانو په ځانګړي ډول علما‌‌ءکرامو له خپلو افغان وروڼو سره هر وخت همدردي کړې او موږ مو منندوی یو.
ورپسې د علماء‌کرامو د پلاوي مشر شیخ دکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د امریکا او ناټو پر وړاندې جهاد حیرانوونکې حماسه بللې او د دې لویې حماسې مبارکي یې افغان ملت ته ورکړې ده:(دغه بریا نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره ویاړ دی).
پلاوي د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ صاحب هِبة‌الله اخوندزاده «حفظه‌الله» له لوري د عمومي عفوې اعلان، د نړۍ په تاریخ کې بې سارې بېلګه او د مکې فتحې عمومي عفوې ته یې ورته، ګټوره او د ستاینې وړ یاده کړېده.
ملا برادر د یادو علما‌ءکرامو له راتګ او معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې په نړۍ کې د افغانستان د حقیقي وضعیت درسته ترجماني نه ده شوې:«متأسفانه غربي رسنۍ هر څه ته منفي بڼه ورکوي» له علماوو يې غوښتي چې خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *