
د مراکش د کورنيو چارو وزارت وايي: په هغه هيواد کې د رېښتر په کچه ۶ اعشاريه ۸ درجې زلزله کې د مړه شويو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتي او همدومره نور ټپيان دي. دغه وزارت زياته کړې ،چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ژوبله او ويجاړي په الحوز، مراکش، ازيلال، شيشاوه او تارودان ولايتونو کې اوښتې ده. بلخوا د مراکش پاچا درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی. هغه همدا راز امر کړی، چې له زيانمنو سره دې د سرپناه، خوړو او نوره مرسته وشي. يوه سيمه ييز چارواکي ويلي په زلزله کې ډېری مړه شوي خلک د غرنيو سيمو اوسېدونکي دي، چې په اسانۍ ورته رسېدل ګران دي. بلخوا، اروپايي ټولنې د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې د جي۲۰ هيوادونو سرمشريزه کې له زلزلې وروسته له مراکش سره د مرستې لپاره چمتووالي ښودلی دی. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر دې پېښې خواشيني ښودلې ده.