افغانستانخبرونه

د ماڼوګي اوسېدونکو په شخصي لګښت د سړک رغولو چارې پيل کړې

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکو د حشر په ډول د دوی سيمې ته د غځېدلي سړک د رغولو چارې پيل کړې.ځايي خلک وايي دوی دا سړک په خپل شخصي لګښت وروسته له هغه رغوي، چې په تېرو دوو لسيزو کې دولت ورته پام ونه کړ او نه يې هم د دوی غږ واورېده.د يادې ولسوالۍ قومي مشران وايي: دوی سره له دې چې ډېرې هڅې وکړې، خو په دولتي کچه يې چا لاسنيوی ونه کړ او نه يې هم له ژمنو پرته د دولت عملي کار وليده.ځايي قومي مشر خان صافی وايي: (( دا چې دا سړک دوه کلي نښلوي او شاوخوا ۱۵ زره فاميله مشکلاتو سره مخ وي په خاص ډول سېلابونو کې خلک مشکلات سره مخ وي، له حکومتونو مو غوښتنې کړي،خو چا مو غږ نه دی اورېدلی او نه راته دا سړک او پُل چا جوړ کړی اوس يې خپله جوړوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *