
ماليې وزارت ويلي، د ګمرکونو رياست توانېدلی،چې د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې خپل عوايدي هدف بشپړ کړي.د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې ماليې وزارت، د ګمرکونو لوی رياست ته د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره ۱۰۵ ميليارده افغانۍ د عوايدو کلنی هدف ټاکلی و ،چې ياد رياست وکولای شول ياد هدف د روان مالي کال د کب په ۱۴مه، بشپړ او تر ۱۰۵ ميليارده افغانيو لوړ ګمرکي عوايد ترلاسه کړي.د ياد وزارت د معلوماتو له مخې: په ۱۴۰۰ مالي کال کې ترلاسه شوي ګمرکي عوايد ۶۴ ميليارده افغانۍ او په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۷۲ ميليارده افغانۍ و او دا لومړي ځل دی، چې د هېواد له ګمرکونو په لوړه کچه عوايد راټولېږي.دغه وزارت وړاندوينه کړې، چې د روان مالي کال تر پايه به ګمرکي عوايد له ۱۱۰ ميليارده افغانيو لوړ شي.