افغانستانخبرونه

د ماليې وزارت : په ګمرکونو کې مو پر لومړنيو خوراکي توکو ګمرکي محصول کم کړی

ماليې وزارت ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنيو خوراکي توکو ګمرکي محصول د پام وړ کم کړی دی.دغه وزارت پرون باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي: د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د لومړنيو خوراکي توکو (اوړه، غنم، غوړي، وريجي، بوره…) د نرخونو لوړېدو د مخنيوي او د خلکو اقتصادي وضعيت په پام کې نيولو سره، د مشرتابه عالي مقام په لارښوونه، د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنيو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۵۰ څخه تر ۷۰ سلنې پورې کم کړی، چې دغه چاره د اسلامي امارت له ولس سره خواخوږي څرګندوي.د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ يوازې د ۱۴۰۱ مالي کال په يوولسو مياشتو کې، د شپږ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت،کموالی ورکړل شوی دی.له دې وړاندې ماليې وزارت اعلان کړی و چې پر لومړنيو خوراکي توکو د ګمرکي محصول په کمښت سره سره، بيا هم د افغانستان د ګمرکونو په تاريخ کې، په لومړي ځل د روان مالي کال په يوولسو مياشتو کې د هېواد له ګمرکونو ۱۰۰ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *