
د راپورونو له مخې، د ماليې وزارت مخکني سرپرست ملا هدايت الله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه وټاکل شو.د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ماليې پخواني سرپرست وزير ملا هدايت الله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه وټاکل شو.تر اوسه د ماليې وزارت لپاره د نوي بل سرپرست په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.