
د ماليې وزارت، د دولتي املاکو په عوايدو کې د تېر په پرتله د زياتوالي خبر ورکړی دی.دغه وزارت پرون د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ،چې د ماليې وزارت اړوند د دولتي املاکو لوی رياست د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې، ۲۵۴ ميليونه افغانۍ د دولتي جايدادونو له کرايې او اجارې څخه راټول کړي او د هېواد بيت المال ته يې سپارلې دي.دماليې وزارت د ياد رياست د عوايدو د زياتوالي دليل، د افغانستان داسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د دغه وزارت د رهبرۍ هڅې، د هېواد په عايداتي برخو کې د ژمنو او مسلکي کادرونو ګومارنه، شفافيت، له فساد سره کلکه مبارزه او اصلاحات بللي دي.