افغانستانخبرونه

د ماليې وزارت:د سيګار وروستی راپور له حقيقته لرې دی

ماليې وزارت د سيګار وروستي راپور ،چې په کې ويل شوي اسلامي امارت له هغو انجوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لايسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نامه پيسې ترلاسه کوي، رد کړی دی. دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي ،چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار د امريکا کانگرېس ته په خپل ربعوار راپور کې ادعا کړې چې اسلامي امارت په افغانستان کې له هغو انجوګانو او بنسټونو څخه ،چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي، د لايسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نامه پيسې ترلاسه کوي ،چې د دوی د عوايدو ستره برخه جوړوي. په اعلاميه کې زياته شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت د سيگار دغه راپور له حقيقت څخه لرې بولي او په کله يې ردوي. سرچينه كاږي، د ماليې وزارت ټولو هغو انجوګانو او بنسټونو ته ،چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعاليت کوي، مالياتي معافيت ورکړي ، چې نه ماليه ورڅخه اخلې او نه هم کوم اداري مصارف ورڅخه وضع کېږي. همدارنګه په ټولو ګمرکونو کې د همدې انجوګانو او بنسټونو د توکو پر واردولو، ګمركي تعارفې صفر دي او بې له کوم محصول څخه د دې بنسټونو توکي هېواد ته داخلېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *