افغانستانخبرونه

د لوګر موزيم کې د لرغونو آثارو د ترميم چارې پيل شوې

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي: د هيواد ملي موزيم څخه يوشمېر لرغون پوهان راغلي او دغلته يې د پخوانيو لرغونو اثارو د ترميم چارې پيل کړي دي.د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رفېع‌الله صميم رسنيوته ويلي، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو‌شمېر لرغون‌پوهانو ته دنده سپارلې، څو د ياد ولايت دمحلي موزيم لسګونه قلمه ويجاړ شوي لرغونې اثار ترميم او ثبت کړي.صميم زياته کړه، تراوسه د ملي موزيم مسلکي لرغون‌پوهانو له ۲۰زياتو لرغونو اثارو د ترميم چارې پيل کړي او په پام کې ده، چې دغه لرغونې اثار چې شمېر يې لسګونه قلمو ته رسېږي، ترميم کړي.بله خوا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د موزيم مدير محمدامين ناصري وايي، د لوګر په محلي موزيم کې ۵۰ قلمه لرغوني اثار او ۸۰قلمه لاسي صنايع نندارې ته اېښودل شوي دي.ده وويل:  (( د دې ولايت له محلي موزيم څخه هره ورځ شاوخوا ۲۰ کسان ليدنه کوي او له هيوادوالو مو هېله دا ده ، چې د لوګر محلي موزيم د بډای کېدو برخه کې همکاري وکړي.))د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي موزيم مدير محمدسالم رحماني وويل:  (( د لوګر سيمه ييز موزيم کې  د مختلفو دورو (کوشاني، دويمې ميلادي پيړۍ، اسلامي، اتنو ګرافي او د معاصرې دورې تاريخي اثار موجود دي، چې يادو اثارو کې سفالي (ټيکر)، سنګي( تيږې) او فلزي اثارو شتون لري، چې اکثره يې تر پاک کارۍ او ترميم لاندې دي.))د يادولو وړ ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په محمداغې ولسوالۍ کې په ۴۰جريبه ځمکه کې د عينکو کان لرغونو اثارو خوندي ساتلو لپاره موزيم جوړوي چې کارونه يې ۴۰ سلنه بشپړ شوې او پاتې کارونه به يې په راتلونکې کال کې بشپړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *