افغانستانخبرونه

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست : سږ کال مو صادراتو کې ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست مسئولين وايي، چې روان کال له دې ولايت څخه په کور دننه او له هيواد څخه بهر مارکېټونو ته د ۳۵۰ ميليونوافغانيو په ارزښت صادرات شوي چې د تېر کال په پر تله ۱۵ سلنه زياتوالي ښيي.د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رئيس مولوي شبير احمد صديقي د باختر آژانس خبريال سره په مرکه کې د پانګوالو د ستونزو هواري، دوی ته پاملرنه او دغه راز د امنيت شتون د صادراتو د زياتوالي اصلي لاملونه وبلل او زياته يې کړه، چې دوی هڅه کوي، ترڅو په دې ولايت کې پانګوالو ته لا نور ښه فرصتونه رامنځته شي.صديقي وويل، چې د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال په لړ کې له دې ولايت څخه د۳۵۰ ميليونو افغانيو په ارزښت د کرنيزو محصولاتو (وچې او تازه ميوې، کچلو، پيازو او روميانو) ترڅنګ قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې او خوراکي او غير خوراکي توکي د هيواد دننه او له هيواد څخه بهرو مارکېټونو ته لېږل شوي دي.د لوګر د صنعت او سوداګرۍ د رئيس په وينا: تېر کال د دې ولايت صادرات د سېلابونو، حيواني امراضو او ځينو نورو لاملونو له کبله کم وو خو سږ کال د يادو ستونزو د کمښت او پانګوالو ته پاملرنه د دې لامل شوي، چې د دې ولايت په صادراتو کې ۱۵ سلنه زياتوالي راشي.بايد وويل شي، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست د روان کال په لسو مياشتو کې د سوداګرۍ جوازونو او نورو خدماتو له امله ۲ ميليونه او ۴ سوه زره افغانۍ عوايد هم راټول کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *