افغانستانخبرونه

د لوګر او لغمان د پاسپورټ آمريتونو څه باندې ۲۱۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د لوګر او لغمان د پاسپورټ آمريتونو مسئولين وايي ، چې  د تير ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې يې ۴۰ زره ۱۸۵ پاسپورټونه وېشلي ، چې له درکه يې ۲۱۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي احمدالله انس د باختر آژانس خبريال ته ويلي ،چې د ١٤٠٢ لمريز کال په لړ کې د پاسپورټ آمريت د ياد ولايت اوسېدونکو ته څه باندې ١٩٥٠٠ پاسپورټونه وېشلي، چې له امله يې څه باندې سل ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي دي.ورته وخت کې د لغمان د پاسپورټ آمر قاري ثمرګل حنفي ويلي، چې ياد آمريت تېر  کال ۲۰ زره ۶۸۵ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه يې ۱۱۶ ميليونه ۹۴ زره ۵۱۰ افغانۍ عوايد راټول شوي دي.مسئولينو ډاډ ورکړ، چې په يادو ولايتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کوي او د خلکو عرايضو ته په وخت رسېدنه کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *