افغانستانخبرونه

د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې يوه مدرسه جوړېږي

هيواد : د لغمان د بادپښ ولسوالۍ شاه ګليانو سيمه کې د خلکو پر شخصي لګښت د يوې مدرسې د جوړيدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د بادپښ ولسوال قاري نورګل دلاور ځايي رسنيو ته ويلي، چې دغه مدرسه به درالعلوم حقانيه نوميږي او د ولسوالۍ خلک به پکې ديني زده کړې کوي.هغه د سيمې له خلکو مننه کړې چې په خپلو شخصي امکاناتو مدرسه جوړوي.دغه راز د مدرسې مهتمم قاري شيرعلي قريشي وويل، چې ياده مدرسه شاوخوا ۳۰ متره اوږدوالي، ۲۵ متره سور، ۵ اتاقونه او مسجد لري، چې شاوخوا ۸ لکه افغانۍ لګښت پرې راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *