افغانستانخبرونه

د قوش ‌تېپې پروژې د کار د ښه والي لپاره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د قوش تيپې پروژې د کار د ښه والي په موخه د چارو ادارې لوی رياست، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملي پراختيا شرکت ترمنځ د مالي او اداري معاونيت د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوه.غونډه د چارو ادارې دلوی رياست د مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ او د کرنې وزرات د مالي او اداري معيين مولوي فضل الباري فضلي او د ملي پراختيا شرکت د استازو په ګډون جوړه او د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو له تلاوت وروسته د اجندا مطابق بحث او خبرې وشوې.مولوي عبدالسلام حقاني د قوش تيپې کانال پروژه د هېواد دخلکو لپاره مهمه او حياتي عنوان کړه او د دې پروژې د چارو د ښه والي لپاره يې د ادارو تر منځ د لا همغږۍ او همکارۍ جوړېدل اړين وبلل.په همدې حال کې د کرنې وزارت مالي او اداري معيين او د ملي پراختيا شرکت مسلکي استازو د قوش تيپې پروژې د چارو د ښه والي لپاره نظرونه شريک کړل او د قوش تيپې پروژې د چارو ښه والي يې د چارو د ادارې په مشرۍ د دواړو ادارو په ګډ پلان کې ګټور وباله.په پای کې پرېکړه وشوه، چې د قوش تيپې کانال پروژې د چارو د ښه والي په موخه دې د ملي پراختيا شرکت د ساحوي فعاليتونو او تخنيکي اسنادو پلان تکميل او ترتيب کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *