افغانستانخبرونه

د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې

د ملي پراختيا شرکت د قوش‌تېپې کانال د پروژې د لومړي فاز د عملي کار له ۷۰ سلنې پرمختګه خبر ورکوي.
د قوش‌تېپې کانال د پروژې مسئول وايي ،چې د روان کال تر چنګاښ مياشتې پورې به د دې پروژې لومړي فاز چې ۱۰۸ کيلو متره دي بشپړ شي.د دې پروژې مسئولين زياتوي: د دې پروژې د لومړي فاز لپاره له څلورو زرو ډول-ډول ماشينونونو هم استفاده کېږي.د قوش‌تېپې کانا پروژې عمومي مدير سيد ذبيح الله ميري وايي: (( په سيمه کې شاوخوا ۷۰ زره بشري سرچينې په کار بوختې دي او د پروژې فزيکې کار کې اوويا سلنه پرمختګ شوی دی. په دغه ډول چې کار روان دي، د چنګاښ مياشت پورې به د لومړي فاز چارې پشپړې شي.))د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي، د قوش‌تېپې کانال د جوړولو لپاره د اسلامي امارت دغه اقدام د اوبو د مديريت د پراختيا او په کرنه کې ترې د استفادې په برخو کې يوه مثبته چاره ده.د اقتصادي چارو کارپوه سيد مسعود وايي: (( که د قوش‌تېپې کانال کار په سم ډول بشپړ شي او له هغو تخنيکي چارو او ماشينونو، چې په نړۍ کې د کانال ويستنې برخه کې کارول کېږي، وکارول شي، دا به نه يوازې اوسني حکومت ته يوه بريا وي؛ بلکې د تېرو پنځوسو کلونو حکومتونو ته وي.))د اقتصادي چارو کارپوه قطب‌الدين يعقوبي وايي: (( دغه پروژه چې د افغانستان د شمال له کرنيزو او باير ځمکو تېرږي، کولای شي په هېواد کې يو ستر کرنيز انقلاب رامنځ‌ته کړي. د دې پروژې په بشپړولو سره افغانستان کولای شي، د اړتيا وړ ډېري توکي خپله تامين کړي په ځانګړې توګه د غنمو توليد برخه کې ځان بسياينې ته ورسېږي.))
د ازبکستان يوه پلاوي چې د بيلابيلو موضوعګانو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راغلي وو، د رييس الوزرا له اقتصادي مرستيال سره په کتنه کې د قوش‌تېپې کانال د معياري تطبيق لپاره د خپل هېواد له همکاريو ډاډ ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *