
د قوشتيپې کانال پروژې د چارو د همغږۍ او چټکتيا په اړه د چارو ادارې لوی رياست، کرنې او مالدارۍ وزارت او ملي پراختيا شرکت ترمنځ غونډه وشوه.دغه غونډه چې د يکشنبې په ورځ د قرانکريم په تلاوت پيل شوه ورپسې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني وويل، چې موږ بايد له شته فرصت نه د خپل هېواد او ولس د ښېرازۍ لپاره په ښه توګه استفاده وکړو.ښاغلي حقاني وويل ،چې د چارو د ښه پرمختګ په موخه بايد د قوشتيپې کانال د تخنيکي ټيمونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د يادې پروژې چارې په ښه توګه پرمخ لاړې شي.غونډې ته همدا راز د ملي پراختيا شرکت رئيس عبدالرحمن عطاش وويل ،چې قوشتيپې کانال د افغانستان لپاره لويه تاريخي او حياتي پروژه ده ،چې بايد چاري يې په ملي احساس او جذبه ترسره شي تر څو هېواد د کرنې او آبادۍ په برخه کې پرمختګ وکړي.په ناسته کې له خپلمنځي بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د يادې پروژې د چارو د لا ښې همغږۍ او ښه ترسره کېدو په موخه د اړوندو امارتي ارګانونو له استازو مشترکه کمېټه جوړه شي.