
د کندوز د قلعهزال ولسوالۍ اوسېدونکي د هغه پله له ورانېدو شکايت لري، چې د کندوز پر سېند جوړ شوی او د قلعهزال ولسوالۍ مرکز د دغې ولسوالۍ له نورو سيمو سره نښلوي.دغه پُل چې ۱۲۰ متره اوږدوالي او ۷ متره سور لري، ۸ کاله وړاندې د جګړو له امله ويجاړ شوی دی.د قلعهزال ولسوالۍ اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسئولينو او همکارو موسسو غواړي، چې د دغه پله د بيا رغولو لپاره اقدام وکړي.د قلعهزال ولسوالي اوسېدونکي بسمالله وايي: (( موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يو. موږ د کښتۍ په مرسته له سينده هغې خوا اوړو. د ډاکټر او نورو توکو د اړتيا پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخ يو، ځکه کښتۍ د شپې لهخوا نه وي او د ورځې هم کله نه وي. په دې کښتيو کې په ستونزو هغې خوا اوړو.))په ورته وخت کې د قلعهزال ولسوالۍ قومي مشر خيرالدين وايي: د پُل نړېدو له امله خلک تر ډېره ژمي او پسرلي کې له ستونزو سره مخ وي.د ده په وينا: دغو دوو فصلونو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله خلک نه شي کولی، چې د بيړيو له لارې له سيند څخه تېر شي.ده وويل: (( موږ غواړو چې دغه پله د بېرته ورغول شي، که موسسه يې جوړوي او که دولت بايد جوړ شي، له هرې موضوع مخکې بايد دې ستونزې ته رسېدنه وشي. موږ بېوزله يو او په دې سړو ورځو او ډېرو اوبو کې له دې کښتيو د تګ راتګ لپاره استفاده کوو.))د دغې موضوع په اړه د کندوز ځايي مسئولينو څه نه دي ويلي.