افغانستانخبرونه

د قطر د مرستو صندوق له پوهنې وزارت سره هوکړه ليک لاسليک کړ

د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق په افغانستان کې له لومړنيو ښوونځيو څخه بهر ۳۰ زره نجونو او هلکانو ته د زده کړو د برابرولو لپاره له پوهنې وزارت سره يو هوکړه ليک لاسليک کړي.د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق په اعلاميه کې ويلي، چې دا هوکړه ليک د قطر د انکشافي ادارې د رئيس خليفه الکواري او د پوهنې وزارت سرپرست سيد حبيب الله اغا ترمنځ د په دوحه کې لاسليک شوی دی.په دې اعلاميه کې ويل شوي د پروژې هدف دادی، چې په يو شمير ولايتونو کې له لومړنيو ښوونځيو څخه بهر ۳۰ زره ماشومانو ته، چې نيمايي يې نجوني دي زده کړې برابرې کړي.دا پروژه به د کليوالو ښوونځيو استادانو ته د روزنې زمينه هم برابره کړي، چې ورسره به د نورو ښوونکو ګمارلو ته هم لاره پرانيستل شي.قطري چارواکو هيله ښودلې، چې دا پروژه به په افغانستان کې افغانانو ته په راتلونکي کې ښه فرصتونه برابر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *