
د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني ويلي، چې هېواد يې له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي.نوموړي د سويس په داووس ښار کې په نړيواله اقتصادي غونډه کې ويلي: هڅه کوي چې په افغانستان کې د بدلون راوستلو لپاره له اسلامي امارت سره خپل تعامل پياوړي وساتي.
نوموړي ويلي ،چې دوی له نورو هېوادونو سره هم په مشورو بوخت دي، چې په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرانو سره اړيکه ونيسي.نوموړی يادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اوونۍ د ايران د بهرنيو چارو وزير هم ويلي و، چې هېواد يې له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي.