افغانستانخبرونه

د قرغې بند په سيمه کې د نيالګيو کېنولو چارې پيل شوې

د تفريحي سيمو د ښکلا او د زرغونو سيمو د پراختيا په موخه د ۱۴مې ناحيې اړوند د قرغې بند په ( زرغون کمربند) سيمه کې د زرګونو نيالګيو د کېنولو چارې پيل شوې.د کابل ښاروالۍ د زرغونتيا رئيس مولوي عبدالوکيل متوکل د يادو نيالګيو د کېنولو د پيل په مراسمو کې وويل، چې د کابل ښاروالۍ پرسونل اوس مهال د قرغې بند سيمې د زرغون کمربند په ۲۷۰ هکتاره ځمکه کې د ۱۵۰ زره نيالګيو او ونو په ساتنه او پالنه بوخت دي.د نوموړي په وينا: د يادې سيمې د زرغونتيا د پراخولو په موخه ټاکل شوې ده، چې ۲۵ زره نوي نيالګي هم کېنول شي، څو دا سيمه په يوه غوره تفريحي سيمه بدله شي.د متوکل په وينا د زرغون کمربند د خړوب او ساتنې مسئوليت پخوا د کرنې او اوبو لګولو وزارت پر غاړه وو او تېر کال دا مسئوليت کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو.د قرغې بند په سيمه کې د زرغون کمربند ونې اوس مهال د يوې ژورې څاه او د اوبو د ۵ زېرمو له لارې چې د غونډۍ په سر کې موقعيت لري، خړوبېږي.د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد بيا د افغان روغتون له ډاکترانو څخه هم مننه وکړه، چې د قرغې بند په زرغون کمربند کې يې د ۱۰۰۰ نيالګيو مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *