افغانستانخبرونه

د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانيستل شوه

د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه د نږدې شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت پرانيستل شوه.ياده پروژه د کابل سېنديزې حوزې عمومي رئيس انجنير حبيب الرحمن حقپال، د منځنۍ کابل سينديزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب، د اوبو د تاسيساتو د ساتنې، مراقبت او ګټې اخيستنې رئيس ښاغلي انجنير حبيب الرحمن مبارز او د اوبو او انرژۍ وزارت د يو شمېر نورو مسؤلينو په شتون کې پرانيستل شوه.د کابل سينديزې عمومي حوزې رئيس انجنير حبيب الرحمن حقپال د يادې پروژې د پلي کېدو موخه له قرغې بند څخه ساتنه او مراقبت ياد کړ.نوموړي د اوبو د تاسيساتو ساتنې او مراقبت ته په اشارې سره له قراردادي شرکت څخه و غوښتل، چې د پروژې د پلي کېدو او کيفيت د ښه والي په برخه کې لا زياته پاملرنه وکړي.په ورته مهال، د پغمان ولسوالۍ عمومي ساحوي مدير ښاغلي انجنير محمد اسماعيل د پروژې په هکله معلومات ورکړل او ويې ويل ،چې د دې پروژې د تطبيق کولو موخه د قرغې بند د ساتنې، مراقبت او د بند د شاوخوا د ويجاړېدو څخه مخنيوي دي.د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د قرغې بند په پورتنۍ برخه کې د بند د کانالونو او بند ته د ننوتلو دروازو د ساتنې او مراقبت په موخه درې نورې پروژې پلي شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *