
د راپورونو له مخې د فلسطین د واکمن ګوند الفتح یو لوړ پوړی مشر “کریم یونس” ۴۰ کاله وروسته د اسرایلي اشغالګرو له له زندان څخه راخوشی شوی دی.
ښاغلی یونس پرون پنجشنبه ناوخته د اسراییلو د شمال په “عاره ” نومي کلي کې له خپلې کورنۍ سره داسې مهال یو ځای شو چې ګڼ خلک یې هرکلي ته را ټول شوي وو.
ښاغلی یونس ته په ۱۹۸۳م کال کې وروسته له هغې د بند اوږده سزا ورکړل شوه چې لومړی یې “ایوي برومبرګ” په نامه یو اسراییلی سرتېری له ګولان لوړو برمته او درې کاله وروسته یې وژلی وو.
نوموړي په زندان کې سیاسي اثار ولیکل او له اسراییلو سره د هوکړې د غوښتنې له امله په مهم شخص بدل شو.
یونس چې د اسرابیلو تابعیت یې درلود، وروسته د اسراییلو کورنیو چارو وزیر له نوموړي دغه تابعیت واخیست.
د اسرایبلو کورنیو چارو وزیر په دې اړه یوه پلټونکي ته ویلي وو چې دا د هغو کسانو لپاره ښکاره پیغام دی چې”د ترهګریزو کړنو په سمبول” بدل شوي دي.
خو د فلسطین د خپلواکې ادارې ولسمشر او د الفتح ګوند چار سمبالي مشر “محمود عباس” بیا د یونس په اړه ویلي: چې “یونس د فلسطین د خلکو او د ټولې نړۍ د ازادي غوښتونکو لپاره په یو سمبول بدل شوی دی.”
د اسراییلي رسنیو له قوله یونس د اسرایلو په مرکزي ښار “رعنانا” کې پرون پنجشنبه خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او کورنۍ ته یې اجازه نه وه ورکړل شوې چې د هغه ازادي ونمانځي.
وروسته نوموړی په شمال کې عاره کلي ته ولېږدول شو او د اسراییلو د ملي امنیت ادارې وزیر اتامر بن- غوییر له خوا پولیسو ته سپارښتنه شوې وه چې د هغه هرکلي ته د راتلونکو کسانو جدي څارنه وکړي.
بل پلو کریم یونس چې تور او سپین دسمال یې په غاړه تاو وو، د خپل خلاصون په اړه وویل: د زندان “څلوېښت کاله یې له دردونکو کیسو ډګ ژوند وو، داسې کیسې، هره کیسه یې د فلسطیني مظلوم ولس داستان بیانوي.”
هغه وایې ویاړي چې د فلسطین د خلکو لپاره یې دا قرباني ورکړه او تیار دی چې له دې ډيرې نورې قربانۍ هم په غاړه واخلي.
په همدې تړاو د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسراییلو له زندان څخه د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په اړه ویلي”دا د ټولو فلسطني وګړو غوښتنه ده.”
د فلسطین د بشري حقونو د ډلې “الضمیر” د مالوماتو له مخې، دا مهال نږدې څلور زره ۷۰۰ فلسطینیان د اسراییلو په زندانونو کې پراته دي.