خبرونهنړۍ

د فلسطينيانو سخت مقاومت؛

 صهيونيستي يرغلګر د غزې او رفح له مهمو سيمو  پرشاتګ ته اړ شوي

هيواد:د الميادين خبري آژانس د خبر له مخې د غزې تړانګې په مختلفو سيمو کې د مقاومت د ځواکونو او صهيونيستي اشغالګرو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ليوا يو سيمه ييز قوماندان الميادين ته ويلي، چې د مقاومت ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کې د صهيونيست رژيم ۳۵ ټانکونه او نور زغروال وسايط ويجاړ کړي، چې په پايله کې يې اسرائيلي پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.د حماس دغه سيمه ييز قوماندان چې نوم يې نه دي په ډاګه شوي ادعا کوي، چې د فلسطين د مقاومتي ډلو جنګيالي پر لوړ مورال جګړه کوي او دښمن يې د رفح ښار له يو شمېر مهمو سيمو پرشاتګ ته اړ کړي دي. له بل پلوه د حماس غورځنګ د پوځي څانګې وياند “ابو عبيده” المنار” تلويزيوني شبکې ته ويلي، چې ځواکونو يې د غزې مرکزي “الزيتون” سيمه کې د صهيونيست پوځ پر يوې پوځي قرارګاه د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې د دښمن ياد مرکز ويجاړ او ګڼ پوځيان وژل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې اسرائيلي رسنيو هم خبر ورکړي، چې غزه کې يې ۳۰ پوځيان ټپيان شوي، چې له ډلې يې د ۶ تنو حالت د انديښنې وړ ښودل شوي دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *