افغانستانخبرونه

د فراه په ۲۰۰ بستريز روغتون کې د هيموديالېز څانګه پرانيستل شوه

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده فراه ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت په ۲۰۰ بستريز روغتون کې د هيموديالېز ( د بډوډو د درملنې) څانګې پرانيسته وکړه.صاحبزاده دغه راز ياد ولايت ته د سفر په ترڅ کې د عامې روغتيا رياست له مرستيال ډاکټر دين محمد عبدالحق او يو شمېر نورو روغتيايي چارواکو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې. په دغه کتنه کې د فراه د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر دين محمد عبدالحق نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته د روغتيايې پرسونل د زياتوالي، د ولسي وګړو د غوښتنو او اړتيا پر بنسټ د حوزوي روغتون د جوړولو، د ډاکټرانو د زده کړو د دوام لپاره د تخصصي او امبولانسي وسايلو د څانګو د جوړېدو او په دې ولايت کې د بېړنيو حالتونو لپاره د کافي پرسونل د ګمارل کېدو غوښتنه وکړه.په پای کې مولوي محمد اسحق صاحبزاده ژمنه وکړه چې په ياده برخه کې به يې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *