افغانستانخبرونه

د فراه د احصايې او معلوماتو رياست ۵،۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي

د فراه د احصايې او معلوماتو رياست د څه باندې ۲۸ زرو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له درکه اته اعشاريه پنځه ميليونه افغانۍ عوايد را ټول او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي. د احصائيې او معلوماتو رئيس مولوي عبدالکريم يوسف باختر آژانس ته ويلي، چې په دغه ولايت کې دبرېښنايي پېژندپاڼو دوېش يوه څانګه فعاله ده، چې تر دې دمه يې څه باندې ۲۸ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي.نوموړی زياتوي، چې په ياد ولايت کې له وېش وروسته خدمتونه فعال نه دي، خو هڅه کوي ،چې دا خدمتونه هم ژر تر ژره فعال کړي ،ترڅو هېوادوالو ته لا ډېرې آسانتياوې رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *