افغانستانخبرونه

د فراه او ايران ترمنځ د ټکسي چلونې څانګه پرانيستل شوه

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي ،چې د لومړي ځل لپاره د فراه او د ايران د بيرجند ښار ترمنځ د ټکسي چلونې څانګه پرانيستل شوې ده.د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې؛ راغلي دي: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هڅو د لومړي ځل لپاره د فراه ولايت او د ايران د بيرجند ښار ترمنځ د کابل کاروان هوتک نړيوال ترانسپورتي شرکت له لوري د ټکسي چلونې څانګه پرانيستل شوه.ويل شوي چې د يادې څانګې په پرانيستل کېدو سره، مسافر له فراه ولايت څخه د ايران بيرجند ښار او همدارنګه له بيرجند څخه فراه ته لېږدول کېږي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *