
د فراه ولايت په جګړهځپلو سيمو کې د ناچاودو توکو او ماينونو شتون، د دې ولايت د اوسېدونکو ژوند ته لوی خنډ جوړ کړی دی.د فراه سيمهييزو مسئولينو ويلي: په تېره يوه مياشت کې د ناچاودو ماينونو د چاودنې له امله لس ماشومان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس عبدالحي سباوون وايي: ((په تېره مياشت کې د شپاړلسو کسانو د ناچاودېدلو توکو يا د زړو مرميو له امله هېوادوال شهيدان او ژوبل شوي دي.))ورته مهال د فراه يو شمېر اوسېدونکي له سيمهييزو مسئولينو غواړي،چې د جګړو له مهاله پاتې شوي ماينونه دې شنډ کړي.د فراه اوسېدونکی حبيبالله وايي: په تېر يو کال کې يې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله د خپلې کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي او دوه نور ټپيان دي.د فراه اوسېدونکی حبيبالله زياتوي: ((تر اوسه زموږ په کورنۍ کې څلور کسان له منځه تللي، دوه کسان يې شهيدان شوي او دوه نور ټپيان دي.))په همدې حال کې يو مرستندويه بنسټ د ناچاودو توکو د ګواښونو اړوند د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی. د دوی په وينا د دغه پروګرام له لارې ځينې رضاکاران روزي ،چې وروسته به د عامه پوهاوي په کمپاين کې ګډون وکړي.رضاکار سعيد سعيدي وايي: ((زموږ ډېر ماشومان د همدې ناچاودو توکو د چاودنې له امله زيانمن او معلولول شوي او يا مړه شوي.)) رضاکاره فيروزه وايي: ((دا برنامه په رښتيا ګټوره ده، په تېره د افغانستان په څېر په يوې جګړه ځپلې هېواد کې او په ځانګړې ډول په فراه کې چې ډېرې دښتې او شاړې لري او ډېر جنګي فعاليتونه پهکې شوې دي.))په فراه کې د ماشومانو د ساتنې د شبکې د شمېرنو پر بنسټ، د فراهرود، بالابلوک، پشت رود، خاک سفيد او د فراه ښار مرکز ځينو کليو کې لا هم ناچاودي توکي پر ځای پاتې دي.