
ملی دفاع وزارت وايي: په کابل ښار کې څلور سوه بستريز روغتون چې يو وخت يواځې د جګړه ييزو قربانيانو لپاره ځانګړی و، له دې وروسته به د ټولو هېوادوالو لپاره په يوه مجهز روغتيايي مرکز بدل شي.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز روغتيايي قوماندان ډاکټر محمد طاهر احرار ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د څلور سوه بستريز روغتون د هډوکو نښلولو برخه هم فعاله شي.
د ویلو ده چې د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون په ۱۹۷۳ م کال کې د پخواني شوروي اتحاد په مالي همکارۍ جوړ شوی و او تر دې وړاندې به په کې یواځې په جګړو کې د ټپي شویو پوځیانو درملنه کیدله.