افغانستانخبرونه

د غور د سرب او جست پروژو په اړه غونډه جوړه شوه

د غور د سرب او جست پروژو د پروپوزلونو د ارزونې په اړه د بين الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه.دغه غونډه د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست شېخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍاو د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دين محمد حنيف، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د سرپرست حافظ عزيزالرحمن، د ماليې وزارت د معين مولوي حمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ د معين مولوي قدرت الله جمال په ګډون جوړه شوه.د کانونو او پټروليم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې په دې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست، د اړوندې کمېټې له لوري د يادو پروژو د پروپوزلونو د ارزونې په بهير کې پر روڼتيا خوښي څرګنده کړه او همدا رنګه ګډونوالو ته د وړ شرکتونو د پروپوزلونو د ارزونې په اړه لنډ معلومات وړاندې شول.دغه راز د لويو کانونو د سرب او جست پروژې مسئول، د غور د سرب او جست پروژو لپاره د داوطلب شرکتونو د وړانديزونو د ارزونې په اړه د پرزنټېشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته لنډ معلومات وړاندې کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *