افغانستانخبرونه

د غور اوسېدونکي: د هوايي ترانسپورت خدمتونه دې بيا پيل شي

د غور يوشمېر اوسېدونکي وايي:په ژمي کې د دغه ولايت د لويو لارود تړل کېدو له امله اړتيا ده، چې د هوايي ترانسپورت شرکتونه خپل فعاليت له سره پيل کړی.د ياد ولايت يو‌شمېر اوسېدونکي وايي، چې غور ته د غځېدلو لويو لارو تړل کېدل لامل شوي، چې ځايي اوسېدونکي کابل او هرات ته د بېړنيو ناروغانو په لېږدولو کې له ستونزو سره مخ شي.د غور اوسېدونکی غلام‌سخي وايي: (( لارې لرې دي او ناروغ پر وخت روغتون ته نشې رسولی او بل پلو ژمي دی، واورې ډېرې دي او لارې بندېږي. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې بايد کوښښ وکړي او شرکتونو سره خبرې وکړي، څو الوتنې بېرته پيل کړي.))له دې سره، د غور ځايي مسئولين وايي: د دغه ولايت د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې او د مسافرينو کم شمېر لامل شوی، چې هېڅ کوم خصوصي شرکت غور ته الوتنې پيل نه کړي.د غور د والي وياند عبدالواحد حماس رسنيو ته ويلي: (( د غور خلک اقتصادي ستونزې لري، که د پروازونو زمينه برابره شي او د تيرې ادارې په پرتله د الوتنې کرايې کمې وي، نو خلک به وکولای، چې د الوتنې له لارې سفر وکړي.))له دې دوه کاله وړاندې د کام‌اير هوايي شرکت په اوونۍ کې له دوه ځلې زيات له کابل څخه غور او غور څخه کابل ته الوتنې کولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *