
د بغلان د غوري سيمنټو فابريکې له انورالله اخلاص شرکت سره د نږدې ۲۰۰ زره ټنو سيمنټو د پلور تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې دغه شرکت د غوري سمنټو توليد شوي سيمنټ ښار ته وړاندې کوي.د بغلان د غوري سيمنټو فابريکې رئيس انجنير شفيع الله واحدي باختر آژانس ته ويلي، چې په دې تړون کې د انورالله اخلاص شرکت ته د يو ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۹۵ زره ټنه سيمنټ چې ۴ ميليونه بوجۍ کېږي د يوه کال په موده کې خريداري او د پلور لپاره ښار ته وړاندې کېږي.د انورالله اخلاص شرکت مسئول مبارز برکت وويل، چې د دې تړون له مخې به دغه شرکت هڅه وکړي څو لا زيات سيمنټ د ښاريانو له غوښتنې سره سم ښار ته وړاندې کړي.د افغانستان په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د بغلان د غوري سيمنټو فابريکه يوازېنۍ فابريکه ده، چې له کلونو راهيسې سيمنټ توليدوي.