
د غزني د عدليې رياست مسئولين د عوايدو په راټولولو کې د پوره شفافيت خبره کوي او وايي، چې دغه رياست د اسلامي امارت له بريا تر دې دمه څه باندې ۵،۳ درې اعشاريه پنځه ميليونه افغاني عوايد راټول کړي دې.د غزني د عدليې رئيس مولوي محمد يعقوب عاصم د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې د اسلامي امارت له راتګ څخه تر دې مهاله دغه رياست ۳ ميليونه ۵۰۶ زره ۳۱۸ افغاني عوايد راټول کړي دي. عاصم زياتوي، چې دغه رياست د روان کال له پيله تر اوسه ۲ ميليونه، ۲۸۵ زره ۷۸۵ افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د نورو کلونو په پرتله د دوی عوايد کم شوي او لامل يې په دغه ولايت کې د ملکيتونو د اخيستلو او پلورلو کموالی په ګوته شوی دی.