افغانستانخبرونه

د غاليو توليدونکو او صادرونکو ټولنه : د غاليو په توليد کې زياتوالي راغلی

د افغانستان د غاليو توليدونکو او صادرونکو ټولنه وايي ،چې روان کال کې هېواد کې د غاليو توليد زيات شوی، خو په وينا يې، نړيوال بازار کې د بل هېواد په نامه خرڅېږي.د يادې ټولنې مسئولين زياتوي ،چې سږکال د غاليو په توليد کې ۲۵سلنه زياتوالي راغلي دي. دغه ټولنه همداراز وايي: نړيوال بازار کې د افغانستان نشتون لامل شوی، چې د هېواد توليد شوې غالۍ د نورو هېوادونو په نامه نړيوالو بازارونو کې پلور ته وړاندې شي.د افغانستان د غاليو توليدونکو او صادرونکو ټولنې مرستيال نوراحمد نوري وويل: ((په افغانستان کې د غاليو توليد کچه ۲۵سلنه زياته شوې او غالۍ لومړي لاس نه پلورل کېږي او نړيوال بازار کې ګډون نشو کولای.))په ورته مهال د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال عبدالطيف نظري وايي ،چې افغانستان کې د غاليو اوبدلو صنعت ودې او ملاتړ لپاره بايد هېواد ته د غاليو د وارداتو مخه ونيول شي.نوموړی وايي : (( که موږ د غاليو له صنعت او دې برخه کې له پانګه‌اچوونې ملاتړ ونه‌کړو، دغه صنعت به راتلونکو کلونو کې له رکود سره مخ شي.))بل‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولين وايي، چې د يادې ټولنې ستونزو ته به رسېدنه وکړي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال قدرت‌الله جلال وايي: (( موږ هڅه کوو چې ګمرکي تعرفې کمې کړو او له خلکو غواړو ،چې له کورنيو توليداتو استفاده وکړو او همداراز د غاليو توليدونکو او صادرونکو ټولنې ستونزو ته به رسېدنه وکړو.)) د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې يو ميليونه کسان د غاليو اوبدلو برخه کې پر کار بوخت وو ،چې دې موده کې يې ۸۰۰زره متر غالۍ اوبدلې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *