خبرونهنړۍ

د عمران خان نيولو پسې تللي ځواکونه پر شا شوي؛ (( تر اوسه ۶۵ پوليس ټپي شوي دي))

د پاکستان لاهور ښار کې د بي بي سي خبريال وايي، د عمران خان نيولو پسې ورغلي پوليس د تحريک انصاف ګوند د غړو له پرلپسې مقاومت وروسته د هغه له استوګنځي په شا شوي.چارواکو د دې شاته تګ په اړه تر اوسه رسمي هېڅ نه دي ويلي چې ايا دا د کومې امنيتي ستراتيژۍ برخه ده او که د کوم بل دليل له مخې پوليس له خپلو ځايونو وروسته شوي.که څه هم ځينو پاکستاني رسنيو ليکلي چې دا کار په لاهور کې نن د کېدونکي سوپر ليګ کرېکټ سيالۍ لپاره شوي چې د تاوتريخوالي مخه نيول شوې وي.له دغه نوې ګام وروسته د تحريک انصاف ګوند د پلويانو لخوا پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري، چې خوشالۍ کوي.له دې سره هم مهاله د عمران خان هغه وېډيو هم لاس په لاس کېږي چې ادعا کېږي، د پوليسو له شا ته تګ او د اوښکې بهوونکي ګاز او د ډزو له بندېدو وروسته د خلکو د لېدو لپاره د خپل کور انګړ ته راوځي.په انځورونو کې ښکاري چې له ګازو څخه د خونديتابه په موخه ښاغلي خان د ټول مخ ماسک تړلي.د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په عمران خان د کورنۍ جګړې او افراطيت د خپرېدو تور لګولي.نوموړې ويلي، حکومت د عمران خان د نيولو هېڅ شخصي لېوالتيا نه لري خو دا د محکمې پرېکړه ده چې حکومت يې بايد عملي کړي.اغلي اورنګزېب ويلي، د محکمې د پرېکړو پلي کولو لپاره چې د عمران خان د نيولو کوم عمليات روان دي، تر اوسه پکې ۶۵ پوليس ټپيان شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.د ځانګړو ځواکونو په ګډون زرګونه پاکستاني ځواکونه له تېرې ورځې ‘سه شنبه’ راهيسې د لاهور زمان پارک ته رسېدلي چې عمران خان ونيسي، خو د پوليسو دا عمليات د تحريک انصاف ګوند د غړو له سخت غبرګون سره مخ شوي.دواړو لورو پر يوه بل د وسلو د استعمال تورونه لګولي او ويل کېږي پوليس د خلکو له سخت مقاومت وروسته په پرمختګ نه دي بريالي شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *