
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د شهباز شريف په مشرۍ د MDM د ائتلافي حکومت او د ياد هيواد د پخوانی لومړی (( وزير عمران خان)) د ستر سياسي ګوند تحريک انصاف ترمنځ سياسي کړکېچ مخ پر زياتېدو دی له دغه هيواد څخه وروستي راپورونه وايي، چې د عمران خان د نيولو امر شوی او ورسره همهاله د اطلاعاتو د پخواني وزير او د عمران خان د وياند “فواد چودري(( په ګډون د دغه ګوند لسګونه مشران او سلګونه ملاتړي نيول شوي دي.((د HUM NEWS په نامه د يوې خصوصي پاکستانۍ تلوېزيوني شبکې د خبر له مخې، فواد چودري وړمه شپه ناوخته د لاهور له زمان پارک څخه نيول شوی د ياد تلوېزيون په خبره فواد چودري د تحريک انصاف ګوند زرګونو ملاتړو ته د وينا پر مهال حکومت ته ګواښ کړی و که عمران خان ونيول شي ،نو په خبره يې ملاتړي به يې بغاوت وکړي او پاکستان ته به اور واچوي.د نوموړي خبرې چې د HUM NEWS په ګډون په ګڼو خصوصي پاکستاني تلوېزيوني شبکو په انلاين بڼه خپريدلې حکومت ګواښوونکي ګڼلي او په لاهور کې يې پر خلاف مقدمه ثبت شوې ،چې له امله يې نوموړي له زمان پارک څخه د وتلو پر مهال امنيتي ځواکونو نيولي دي.په ورته مهال د عمران خان په ګډون د تحريک انصاف ګوند مهمو مشرانو د فواد چودري نيول غندلي، پر جمهوريت ګذار بللي او له خپلو پلويانو يې غوښتي ،چې ټول پاکستان کې دي لاريونونه پيل کړي.دا په داسې حال کې ده چې عمران خان خپله هم د نيولو له ګواښ سره مخ دی او زرګونه ملاتړي يې کور ته ور ټول شوي ترڅو له نوموړي دفاع وکړي او پوليس پرينږدي ،چې عمران خان ته ورسېږي.د يادونې وړ ده، چې عمران خان په پاکستان کې لکونه ملاتړي لري او ګوند يې اوسمهال د دغه هيواد تر ټولو ستر ګوند بلل کېږي او که ټاکنې کېږي ډېر امکان لري چې د بيا لپاره به يې هم تحريک انصاف ګوند وګټي.