افغانستانخبرونه

د عراق اسلامي مقاومت سازمان د اسرائيلو “حيفا” بندري ښار په نښه کړی

 هيواد: د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونو يوځل بيا د اشغال شوي فلسطين په شمالي ښار “حيفا” کې د صهيونيستي رژيم مهم پوځي اهداف د بالستيک توغنديو په وسيله په نښه کړي دي. يادې ډلې ادعا کړې، چې ځواکونو يې وړمه شپه د اشغالي فلسطين پر “حيفا” بندري ښار د بالستيک توغنديو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې د صهيونيستي رژيم د يوې پوځي اډې، په ګډون ځينو مهمو اهدافو ته د پام وړ زيان اوښتي دي. که څه هم صهيونيستي رژيم تر اوسه د عراق د اسلامي مقاومت وسله والې ډلې د ادعا په هکله څه نه دي ويلي؛ خو دا لومړي ځل نه دي، چې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونه پر اسرائيلو بريدونه کوي، بلکې يادې ډلې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائيلو ترمنځ د جګړې له پيل راهيسي په اسرائيلو او سيمه کې د امريکا او برېتانيا پر پوځي اډو سلګونه بريالي عمليات ترسره کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *