افغانستانخبرونه

د عامې روغتيا وزارت : د ميندو د مړينې په اړه د روغتيا د نړيوال سازمان شمېرې سمې نه دي

د عامې روغتيا وزارت، په افغانستان کې د ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې په تړاو د روغتيا نړيوال سازمان له خوا وروستۍ شمېرې ناسمې بللي او ويلي يې دي، چې د روان کال په پنځو مياشتو کې په ټول هېواد کې ۳۰۰ ميندو او ۴ زره نويو زېږېدلو ماشومانو ژوند بايللي دي. د دغه وزارت وياند شرافت زمان امرخېل په دې اړه ويلي چې، په تېرو دوو کلونو کې ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ميندو او ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په هېواد کې ۳۵۰ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې، د روغتيا نړيوال سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې، په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د مخنيوي وړ علتونو له امله مري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *