خبرونهروغتیا

د عامې روغتيا وزارت: د لوړ کيفيت روغتيايي خدمتونو وړاندې کول مو لومړيتوب دی

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د ,IRC, ACF, Save the children IMC او HNTPO موسسو له استازو سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې د يادو موسسو له لوري پر ترسره شويو کړنو، د روغتيا په برخه کې د معياري روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کېدو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.د يادو موسسو استازو د تېر کال فعاليتونه د عامې روغتيا سرپرست وزير سره شريک کړي دي.ډاکټر قلندر عباد له اړوندو مسئولينو غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې کړنې او خدمتونه لا پياوړي کړي؛ تر څو په معياري ډول هيوادوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.همداراز په دې ليدنه کې د موسسو د استازو له لوري د روغتيا په برخه کې پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *